نیوزی لینډ كښې د كورونا وائرس كوم نوے كیس نه دے راپور شوے

ویلنګټن 03 جولائی (اے پی پی) نیوزی لینډ كښې د كورونا وائرس كوم نوے كيس نه دے راپور شوے۔ نیوزی لینډ كښې تر اوسه چې كوم رنځوران راغلي هغه ټول كسان په قرنطین كښې ساتلے شوي یا آئسولیشن كښې دي۔د جمعې په ورځ د نیوزی لینډ د روغتيا وزارت بيان كښې وئيلي نیوزی لینډ كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس كوم نوے كيس نه دے رامخې ته شوے۔ بیان كښې وئيلي شوي د تصدیق شوو كيسونو مجموعی شميره 1,180 پاتې شوي، كومه چې د روغتيا نړيوالې ادارې ته راپور شوې شميره ده۔ تر اوسه نیوزی لینډ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 22 ته رسيدلې ده