نړيوال باكسر غلام نبي نندے په حق ورسېد

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) نړيوال باكسر غلام نبي نندے تېره ورځ په كراچې كښې په حق رسېدلے دے ۔ غلام نبي نندے په اسيائي لوبو كښې پاكستان لپاره د پيتلو تمغه ګټلې وه. د كراچې الېكټرك سره تعلق لرونكے قومي باكسر د اسيائي لوبو نه علاوه په سېف ګېمز او نورو نړيوالو مقابلو كښې د پاكستان نمائندګي كړې وه . د پاكستان باكسنګ اېسوسي اېشن مشرانو د ارواښاد په مړينه خواشيني ښودلې او د هغه بخښنې لپاره ئې دعا كړې