مېجرجنرال محمد اکرم ساهی د افتخار اے خان په مړينه غمرازي وكړه

اسلام آباد ۔ 4 جولائی (اے پی پی) د پاکستان اتھلېټکس فېډرېشن صدر مېجرجنرال (ر) محمد اکرم ساهی د فېډرېشن پخواني سېكتر ونګ كمانډر افتخار اے خان په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ ده ووئيل هېواد كښې د ګالف ودې له به د ارواښاد خذمات ټول عمري ياد ساتلې شي