مصر كښې د كورونا وائرس له امله 3564 كسان مړه شول ، د ځپلو كسانو شميره 78 زره څخه زياته شوه

قاهره 09 جولائی (اے پی پی) مصر كښې د كورونا وائرس له امله 3564 كسان مړه شوي دغسې د ځپلے شوو كسانو شميره 78 زره څخه زياته شوې ۔ د زيارت په ورځ ځائې ميډيا له مخې مصر كښې د كورونا وائرس 1025 نورو رنځورانو رامخې ته كېدو نه پس د ځپلے شوو كسانو شميره 78304 ته رسيدلې ٬ دغسې هيواد كښې د فعاله رنځورانو شميره 52 زره څخه زياته شوې ۔ د مصر د روغتيا وزارت وياند ووئيل د كورونا وائرس له امله په بيلو سيمو كښې نور 75 كسان مړه شوي ٬ هيواد كښې په مجموعی توګه د مړو شميره 3564 ته رسيدلې ۔ مصر كښې تر اوسه 78 زره څخه زيات كسانو كښې د دې وائرس تصدیق شوے دغسې درې نيم زره څخه زيات كسان مړه شوي دي ۔ چارواكو ووئيل هيواد كښې تر اوسه 22 زره څخه زيات كسان د وائرس نه ښه شوي۔دا خبره دې ياده وي ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو شميره يو كروړ 21لكهه څخه زياته شوې دغسې تر اوسه د دې وائرس له امله 5 لكهه 52 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د روغتيا نړآوالې ادارې وړاندې څخه خبردارے وركړے چې د كورونا وائرس وباﺀ سخته مرحله لا پاتې ده۔ د روغتيا نړيوالې ادارې دا هم وئيلي دي كه حكومتونو سمي پالیسۍ خپلې نه كړې نو دا وبا به نوره هم زياته شي