متحده عرب امارات لېبيا كښې جنګ بندۍ لپاره كار كوي. انور قرقاش

ابوظهبي 14 جولائي (اے پي پي) د متحده عرب امارات د خارجه چارو نائب وزير انور قرقاش وئيلي دي متحده عرب امارات په لېبيا كښې په سمدستي توګه جنګ بندې لپاره كار كوي. په سركاري ټويټر اكاٶنټ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل متحده عرب امارات او شراكتدار ئې په لېبيا كښې د تحفظ اقداماتو سره سره زر تر زره د تېلو بحالي غواړي. ده ووئيل مونږ به په سمدستي توګه جنګ بندۍ او د سياسي عمل بحالې لپاره كار روان ساتو