ليبيا د تېلو پېداوار او د برآمد كول اعلان وكړو

طرابلس 10 جولائي (اے پي پي)شخړو ځپلے افريقائي هېواد ليبيا د شپږو مياشتو بنديز نه پس د تېلو پېداوار او برآمد د بيا پېل كولو اعلان كړے۔ د قامي ائل كمپنۍ لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې د جنګونو او عسكري هلو ځلو په سوب د خام تېلو پېداوار ودرولے شوے ؤ كوم چې نن بحالېدونكے دے٬ د تېلو په برامد بنديز ختم كړے شوے خو پېداوار به په خپله كچه بحالولو كښې وخت لګي۔