فلسطيني ډاكټر اسرائيلي زندان څخه 18 كله پس خوشې كړے شو

غزہ ۔ 5 جولائی (اے پی پی) قابض اسرائیلی چارواكو يو فلسطيني وګړې ډاكټر امجد عزت قبها 18 كاله پرله پسې زندان كښې ساتلو نه وروستو تېره ورځ خوشې كړو۔ د فلسطين د اطلاعاتو مركز له مخې د ډاكټر امجد دخوشې كېدو په موقعه لوي شمېر وګړي دده په كور دده هركلي له جمع شوې وو۔ خوشې كېدو نه وروستو ده خپلې يوې لور سره 18 كاله پس اولنې ملاقات وكړو۔ قبھا اتلسم كاله وړاندې هغه وخت نيولے شوے وو كله چې دده كورودانې اميدواره وه او دده نيول كېدو نه وروستو دده لور تسنيم زېږېدلې وه۔