عراق كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو شميره 67 زره ته ورسيده ، 2 زره 779 كسان مړه شول

بغداد 09 جولائی (اے پی پی) عراق كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره67 زره ته رسيدلې دغسې هيواد كښې تر اوسه 2 زره 779 كسان مړه شوي۔ د زيارت په ورځ د امریكې ميډيا له مخې عراق كښې د كورونا وائرس ځپليو فعاله رنځورانو شميره26784 ده۔ چارواكو له مخې هيواد كښې تر اوسه د كورونا وائرس له امله 67442 كسان ځپلي شوي دغس 2779 كسان مړه شوي۔ چارواكو ووئيل هيواد كښې د كورونا وائرس ځپلے شوو كسانو شميره زياتيږي۔ چارواكو له مخې عراق كښې د كورونا وائرس له امله په يوه ورځ 2741 نوي كيسونه درج شوي۔ د عراق د پارلمانی هیلتھ كمیټۍ غړي حسن خلاطی ووئيل د دې وبا په ضد جنګ به تر ډېرې مودې روان وي۔ ده ووئيل د روغتيا وزارت روغتونونو كښې د كټونو او قرنطینه مركزونو شميره كښې اضافه كړې