صدر ډاکټر عارف علوي د مقبوضه جمو و کشمير د اولس د خپلواكۍ حق لپاره هلې ځلې رامخې ته كولو په اړه د نغمې ستائنه وكړه

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د مقبوضه جمو و کشمير د اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره هلې ځلې رامخې ته كولو په اړه د نغمې ستائنه كولو سره دا هيله څرګنده كړې چې د مقبوضه کشمير اولس به د هندي جبر او ظلم څخه خامخا آزادي ترلاسه كوي۔ ډاکټر عارف علوي د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې د جولائي په 13مه نيټه د كشمير شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره جوړه كړې نغمه هم شېئر كړې ۔ده ووئيل دي د هند ناجائزه او ظالمانه تسلط او په كشميري اولس د كېدونكو ظلمونو دور به ختم شي او مقبوضه كشمير به د غېر قانوني هندي قبضې څخه ازاد شي۔ ده ووئيل په دې نغمه كښې د كشمير د محكوم اولس هلې ځلې تسليم شوي ، ان شاء اﷲ د دوي د آزادۍ خوب به خامخا تعبير مومي۔ د يادونې وړ ده دا نغمه د تركۍ او اردو ژبې ښكلے امتزاج دے كومه كښې چې د كشميري اولس قربانۍ په زړه پوري ډول رامخې ته كړے شوي او د آزادۍ تحريك ته پېرزوئنې وړاندې شوې دي۔