صدر ډاكټر عارف علوي سره د ټيلي نار پاکستان چيف اېګزيکټو آفسر عرفان وهاب خان وليدل

APP50-07 ISLAMABAD: July 07 - CEO Telenor Irfan Wahab Khan presenting a cheque of Rs. 61 million to President Dr. Arif Alvi for Pakistan Red Crescent Society at Aiwan-e-Sadr. Chairman PRCS, Abrar-ul-Haq is also present. APP

اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي سره د ټيلي نار پاکستان چيف اېګزيکټو آفسر عرفان وهاب خان د نهې په ورځ ايوان صدر كښې ليدلي دي ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د ټولنې سوكاله طبقې دې د ريليف په كارونو كښې د حكومتي هلو ځلو ملګرتيا وكړي او د كرونا ځپلو بې وسه كورنيو دې مرسته وكړي۔په دې موقع عرفان وهاب هېواد كښې د كرونا وباء په ضد د پاكستان هلال احمر سوسائټۍ له د مرستې كارونو لپاره د معاونت په لړ كښې د 6 كروړه لس لكه روپو عطيه وركړه۔ دغسې صدر د بې وسه كورنيو مرستې لپاره پاكستان رېډ كرېسنټس سوسائټۍ سره د مرستې كارونو له د معاونت په كولو د ټېلي نار د خدماتو ستائنه وكړه