سول اېوي اېشن اتهارټۍ ټول ګامونه د مسافرو حفاظت له پورته كړي٬ اصلاح لپاره په پورته كړو ګامونو د تنقيد په ځائ ستائنه پكار ده۔ د اېوي اېشن ډويژن پارلماني سېكرټري جميل احمد قامي اسمبلۍ كښې بيان

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د سول اېوي اېشن ډويژن لخوا قامي اسمبلۍ ته ووئيل شول سول اېوي اېشن اتهارټۍ ټول ګامونه د مسافرو حفاظت له پورته كړي٬ اصلاح لپاره په پورته كړو ګامونو د تنقيد په ځائ ستائنه پكار ده۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د چوهدري محمد برجېس طاهر په پوښتنه پارلماني سېكرټري جميل احمد ووئيل د پي آئي اے پحقله مونږ د مسافرو تحفظ له اقدامات كړي٬ د سپريم کورټ پرېكړې له مخې مونږ سکروټني کميټي جوړه كړې٬ مونږ چې كوم ځواب په سپريم کورټ كښې جمع كړے ھغه په رېكارډ موجود دے۔ده ووئېل اصلاح لپاره چې كوم ګامونه پورته كړې شوې په ھغې د تنقيد په ځائ ستائنه پكار ده۔ په كال 2008 كښې اروپائي ائتلاف لپاره د پي آئي اے په پروازونو بندېز لګېدلے ٶ٬ مونږ د تحفظ په اړه ھغه شرطونه ترسره كړل او د دغې نه پس پروازونه بيا پېل كړې شوي۔ده ووئېل اوس هم كه حفاظتي شرطونه ترسره شي نو د پي آئي اے په پروازونو به بنديز ختم شي۔ د حنا رباني کھر د ضمني پوښتنې په ځواب پارلماني سېكرټري ووئيل دا مسئله د اوسني دور نه ده٬ اصل مسئله د پيپلز پارټۍ په دور كښې پېل شوې وه د ھغوي غلطۍ مونږ سموٶ