د کورونا خپرېدو شرح پاكستان كښې تر ټولو كمه ده، د وزیر اعظم عمران خان د سمارټ لاک ډاؤن پالېسي تر ټولو فعاله ثابت شوې۔ د سید ذوالفقار بخاری ټويټ

اسلام آباد ۔ 7 جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سید ذوالفقار بخاری وئيلي دي د کورونا خپرېدو شرح منطقه كښې په پاكستان كښې تر ټولو كمه ده۔ د سماجي رابطو په وېب سائټ ټويټر خپل يو پېغام كښې ذوالفقار بخاری ووئيل پاكستان د نړۍ هغه هېوادونو كښې شامل دے چرته چې د كورونا وائرس د لاسه د مرګونو شرح كمه ده۔ ده ووئيل د ريسرچ نه دا ثابت شوې چې د كورونا وائرس په بابله د وزيراعظم د لاك ډاؤن پالسي تر ټولو زياته اثر لرونكې ثابت شوې ۔ ده زياته كړه چې سره د مثبتو اشارو دا جنګ لا ختم شوے نه دے۔