د پنجاب فټ سال اېسوسي اېشن د آئيسكو فټ بالر اختر حسېن سره غمرازي وكړه

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د پنجاب فټ سال اېسوسي اېشن د نارملائزېشن كمېټې چيئرمېن شوكت علي خان ، سېكتر شېخ محمد انور او د اسلام آباد فټ سال اېسوسي اېشن صدر رانا تنوير احمد د آئيسكو فټ بالر اختر حسېن سره د هغه د ورور په مړينه خواشيني ښودلې ده . د غمرازې په خپل پېغام كښې دوي دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غم جنۍ كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.