د پاکستان ھاکی فېډرېشن صدر برېګېډیئر (ر)خالد سجاد کھوکھر او عمومي سېكتر جنرل آصف باجوه د اولمپیئن اسد ملک په مړينه غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد ۔ 28 جولائی (اے پی پی) د پاکستان ھاکی فېډرېشن صدر برېګېډیئر (ر)خالد سجاد کھوکھر او عمومي سېكتر جنرل آصف باجوه د اولمپیئن اسد ملک ترافيكي پېښه كښې په حق رسېدلو دغم دړد څرګندونه كړې ۔ د نهې په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې د پي اېچ اېف صدر برېګیډیئر (ر) خالد سجاد کھوکھر، عمومي سېكتر آصف باجوه او نورو هاكي اولمپینز د ارواښاد بخښنې لپاره دعا وكړه۔ دوي ووئيل د غم په دې سخت وخت كښې هاكي اولمپينز غمجنې كورنۍ سره ولاړ دي۔ دوئي دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفقيق وركړي۔ دوي ووئيل اسد ملك ټوكيو اولمپكس 1964ء كښې د سلور، میکسیکو اولمپکس 1968ء كښې د سرو زرو او میونخ اولمپکس 1972ء كښې د سلور مېډل ګټوونكو پاكستانو ډلو كښې شامل ؤ۔دې سره سره هغه جکارته اېشین ګېمز 1962ء كښې د سرو زرو، 1966ء كښې د سلور او بنکاک اېشین ګېمز 1970ء كښې د سرو زرو مېډل ګټونكو لوبډلو كښې هم شامل ؤ