د پاكستان چيف جسټس دې د عزېر بلوچ او نثار مورائي جے آئي ټي رپورټس كښې د سندھ واكمنو لخوا په بدلون كولو سوموټو نوټس واخلي

APP48-07 ISLAMABAD: July 07 - Federal Minister for Information and Broadcasting Senator Shibli Faraz and Federal Minister for Maritime Affairs Syed Ali Haider Zaidi addressing a joint press conference. APP

اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير علي حېدر زېدي د پاكستان چيف جسټس څخه د عزېر بلوچ او نثار مورائي جے آئي ټي رپورټس كښې د سندھ واكمنو لخوا په بدلون كولو د سوموټو نوټس اخستو اپېل كړے۔ وفاقي وزير د نهې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز سره په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته ووئيل نړۍ كښې د رائټ او ليفټ سياست كېږي خو دلته د رائټ او رانګ سياست كېږي، تورن په جے آئي ټي راپور كښې خپله د 158 قتلونو اعتراف كړے ، د سندھ حکومت د جے آئي ټي چې كوم راپور ريليز كړے ھغه بشپړ نه دے