د پاكستان اتھلېټكس فېډرېشن صدر مېجر جنرل (ر) محمد اکرم ساهی د نړيوال باكسر غلام نبي نندے په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

اسلام آباد ۔ 06جولائی (اے پی پی) د پاكستان اتھلېټكس فېډرېشن صدر مېجر جنرل (ر) محمد اکرم ساهی د نړيوال باكسر غلام نبي نندے په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ ده دعا وكړه چې لوئې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل د باكسنګ لوبې ودې له د ارواښاد خذمات به ټول عمري ياد ساتلے شي۔ دا خبره دې ياده وي غلام نبي اېشين ګېمز كښې پاكستان لپاره تمغه ګټلې وه۔ د هغه تعلق د كراچۍ ليارې سيمې څخه