د وزيراعظم عمران خان د نېشنل لوکسټ کنټرول سنټر دورې كولو او د وېډيو لنك د لارې غونډې ته وېنا

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي کرونا سره د قحطې ملخانو راتګ پاكستان لپاره لوي چيلنج دے٬ حكومت به د قحطې ملخانو مخ نيوي لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د جمعې په ورځ د نېشنل لوکسټ کنټرول سنټر (اېن اېل سي سي) دورې كولو او د وېډيو لنك د لارې غونډې ته خپله وېنا كښې كړې۔ په دې موقع وزيراعظم ته د قحطې ملخانو نه بچ كېدو لپاره په شوو اقداماتو بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع د فوډ سېكورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير سيد فخر امام، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېتړ شبلي فراز، وفاقي وزير خسرو بختيار، د خزانې صلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه، اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عاصم سليم باجوه، خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل محمد افضل او نور سينئر چارواكي هم موجود وو٬ دغسې د پنجاب اعلٰې وزير عثمان بزدار٬ د سندھ اعلٰې وزير مراد علي شاه، د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير محمود خان او د بلوچستان چيف سېكرټري د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون كولو