د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر د کورونا وائرس په اړه تازه شمېرې ، 1 لك 29 زره 830 كسان صحتياب ٬ ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس مصدقه كېسونو شمېره 2 لکه 28 زره 474 ته ورسېده ٬ تېرو 24 ساعتونو كښې نور 91 كسان د كورونا دلاسه مړه

اسلام آباد ۔ 05 جولائي(اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر (اېن سی او سی) د كورونا وائرس په اړه تائزه شمېرې جاري كړې دي۔ يو لك 29 زره 830 كسان كورونا رنځ څخه مكمل روغ شوي دي۔ ګلګت بلتستان كښې كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ د اېن سي او سي له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال 25 زره 527 ټېسټونه وكړې شول كومو كښې چې 3191 نور مثبت كېسونه راپور شول۔ تېرو 24 ساعتونو كښې د كورونا 91 نور رنځورانا مړه شول۔ تر دې دمه هېواد كښې د كورونا وائرس 2 لکه 28 زره 474 مصدقه کېسونه رامخې ته شوي دي كومو كښې چې د آزاد کشمیر 1288، بلوچستان 10 زره 766، ګلګت بلتستان 1545، اسلام آباد 13 زره 409، کے پی کے 27 زره 843، پنجاب 81 زره 317 او د سندھ 92 زره 306 كېسونه شامل دي۔ تر دې دمه د كورونا دلاسه په مجموعي توګه 4 زره 712 كسان مړه شوي دي۔ تر دې دمه 13 لکه 98 زره 352 ټېسټونه شوي دي۔ په 729 روغتونونو كښې 5130 رنځوران درملنو ته بستر دي