د نيوزي لېنډ عدالت به تېر كال په جومات بريد كونكي ته د اګست په 24مه نېټه سزا اوروي

وېلنګټن 03 جولائي (اے پي پي) د نيوزي لېنډ عدالت به تېر كال په جومات بريد كونكي ته د اګست په 24مه نېټه سزا اوروي. د خبر رسنې ادارې تر مخه د آسټراليا وګړي تورن برېنټن ټيرېنټ په ضد په مارچ كښې په دوو جوماتونو كښې د بريدونو نه پس د قتل، اقدام قتل او د ترهګرې دفعاتو له مخې فرد جرم عائد كړے شوے ؤ. په نيوزي لېنډ كښې د كورونا وائرس لاك ډاٶن له امله د سزا اورېدنه تاخير سره مخ وه. د هائي كورټ جج كېمرون مېنډر وئيلي دي اوس د سماجي فاصلې په قوانين كښې د نرمي كولو نه پس په عدالتونو كښې د معمول چارې بحالېږي. هغه ووئيل د نيوزي لېنډ په جومات بريد كونكي ته به د اګست په 24مه نېټه سزا اورولې شي. په نيوزي لېنډ كښې د ترهګرې او د قتل سزا عمر قېد او د پېرول نه بغېر كم نه كمه سزا 17 كاله ده