د محتسب اداره دې خپل ريكارډ ډیجیټلائز کړي او تر ټولو جديده ټېكنالوجي كارول دې باور كړي

اسلام آباد ۔ 14 جولائی (اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوی وفاقي محتسبينو ته آسان او زر تر زره انصاف رسنې لپاره د ادارې دائره كار د هېواد تر لرو پرتو سيمو د پراخه كولو سپارښتنې سره وئيلي دي موجوده قوانين كښې د بدلون د لارې د محتسب اداره لا فعاله كرئ۔محتسب اداره دې خپل ريكارډ ډیجیټلائز کړي او تر ټولو جديده ټېكنالوجي كارول دې باور كړي۔ د آسان او زر تر زره انصاف رسنې لپاره دې د وفاقي محتسب كردار په اړه شعور پېدا كولو له په ميډيا كمپائن وچلولے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر ډاكټر عارف علوي د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د وفاقي محتسبين كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ كنفرنس كښې وفاقي محتسب سیّد طاهر شهباز، د فېډرل ټېکس محتسب مشتاق احمد سکھېرا، فېډرل انشورنس محتسب ډاکټر محمد خاور جمیل، بېنکنګ محتسب محمد خرم شهزاد او د هراسيت مخ نيوي وفاقی محتسبې کشماله طارق ګډون كولو۔ صدر ووئيل د عامو وګړو ګېلې ختمولو او د آسان او زر تر زره انصاف رسنې لپاره دې موجودہ قوانين كښې بدلون كولو سره محتسب اداره لا فعاله كړے شي۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوی وفاقي محتسبينو ته آسان او زر تر زره انصاف رسنې له د ادارې دائره د هېواد تر لرو پرتو سيمو د پراخه كولو هدايت وكړو۔ ده د آسان او زر تر زره انصاف رسنې له د وفاقي محتسب په اړه شعور پېدا كولو له د ميډيا كمپائن چلولو هم هدايت وكړو۔ وفاقي محتسب سيد طاهر شهباز د خپلې ادارې كاركردګۍ په اړه بشپړ پرېزنټېشن وركړو۔ ده ووئيل وفاقي محتسب د كال 2019ء په مهال 75,000 شكايتونه اورېدلي ۔ په 97 فیصده پرېكړو عملدرآمد شوے۔