د كورونا په مهال د ژوند او معاش ذريعو ترمينځه توازن له د پاكستاني پالېسۍ نړيوالې ورورولۍ لخوا توثيق كېږي۔ لېفټېننټ جنرال (ر) عاصم سلیم باجوہ

اسلام آباد ۔ 11 جولائی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيال او د سي پېك اتھارټي چيئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) عاصم سلیم باجوہ وئيلي دي د كورونا وباﺀ په مهال د ژوند او معاش ذريعو ترمينځه توازن ساتلو له د پاكستاني پالېسۍ نړيوالې ورورولۍ لخوا توثيق كېږي۔ عاصم سلیم باجوہ د آکسفیم د يو راپور په ځواب كښې يو ټويټ پېغام كښې ووئيل نړۍ رشك سره د پاكستان تقليد كوي چې ورسره زمونږ د حكمت عملۍ تائيد شوې دې او دې وباﺀ ته ماتې وركولو سره زمونږ اولس خپل ځان يو مېړنې قام ثابت كړے دے۔ د آکسفیم تازہ راپور كښې خبردارې وركړې شوې دې چې د لوږې نه روزانه نزدې 12 زره كسان مړه كېدې شي او د مرګونو دا شرح اپرېل مياشت كښې د كورونا دلاسه د ورځې 10 زره كسانو مړه كېدو نه زياتېدې شي۔ ده ووئيل دا راپور د وزيراعظم عمران خان لخوا د اختيار كړې شوې حكمت عملۍ يو بل توثيق دے۔ ده ووئيل د امريكا خبر رسنې ادارې بلوم برګ نيوز د سمارټ لاك ډاؤن حكمت عملي داسې حالاتو كښې د ژوند معمولات بحالولو له اميد ګرځولې ده كله چې نړۍ د كورونا په ضد وېكسين ته سترګې په لار ده۔ ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان د حكمت عملۍ د نړۍ نوموړو سائنسدانانو ٬ ادارو او د ابلاغ نړيوالو ادارو هم ستائنه كړې ده