د كورونا وائرس په وجه ډېر مشكل صورتحال سره مخ شوي وو

APP53-01 KARACHI: February 01 – Advisor to Prime Minister for Commerce, Textile & Industries Production and Investment, Abdul Razaq Dawood talking media persons after his visit of Overseas & Investment Chambers of Commerce & Industries (OICCI). APP

اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د تجارت او ټېكسټائل په اړه صلاحكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي د كورونا وائرس په وجه ډېر مشكل صورتحال سره مخ شوي وو، سره د سختو حالاتو په تېر مالي كال 20-2019م كښې ټولو برآمد كوونكو ته په ښه كاركردګي مباركي وركوم. د نهې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل زمونږ برآمدات د كال 19-2018م په مقابل كښې يوازې 6 فيصده كم شوي. په دې كال كښې د بنګله دېش برآمدات 17 فيصده او د هند تر 14 فيصده كم شوي. ده ووئيل لاك ډاٶن په وخت ختمول په معاشي لحاظ مهمه پرېكړه وه. د اېن سي او سي په ورځنۍ غونډو كښې د وفاقي او صوبائي روابطو په وجه ښه كاركردګې ښودلې شوې