د كورونا وائرس په اړه غلط اطلاعات او د بې بنسټه ډنډورو خپرېدل لويه مسئله جوړه شوې۔ ملګرو ملتونو په نړيواله كچه د غلط اطلاعاتو او بې بنسټه ډنډورو مخنيوي خواست وكړو

اسلام آباد ۔ 5 جولائی (اے پی پی) د كورونا وائرس په اړه غلط اطلاعات او د بې بنسټه ډنډورو خپرېدل لويه مسئله جوړه شوې۔ ملګرو ملتونو په نړيواله كچه د غلط اطلاعاتو او بې بنسټه ډنډورو مخنيوي خواست وكړو۔ ملګرو ملتونو وئيلي چې غلط اطلاعات ٬ كورونا وباﺀ څخه زيات تندۍ سره خپرېږي۔ غلط اطلاعات د اولس روغتيا هڅو كښې خلل رامخې ته كوي او سائنسي لارښودنه له مينځھ وړي۔ مونږ ټول د غلط اطلاعاتو خپرېدو په ضد بشپړه اېكشن اخستې شؤ۔ د كومې اطلاع بل ته وركولو نه وړاندې بايد تصديق وكړې شي۔ ملګرو ملتونو ووئيل دا دې وكتلې شي چې اطلاع كوم ځائ څخه راغلې۔ د دې ذريعې څه دي٬ دا تصديق هم وكړې شي چې دا اطلاع شائع كله شوه او ته دا ولې شيئر كوې؟