د كورونا وائرس اثرات كمولو په لړ كښې تجارت او كاروباري هلې ځل روانې ساتل او د محصولاتو ذريعو بچ كول ضروري دي۔ آئي اېم اېف

اسلام آباد ۔ 4 جولائی (اے پی پی) نړيوال مالياتي فنډ (آئی اېم اېف) وئيلي دي د كورونا وائرس اثرات كمولو په لړ كښې د تجارت او كاروباري هلو ځلو لړۍ روانه ساتل او د محصولاتو ذريعو بچ كول ضروري دي ولې چې دې سره داخلي وسائل متحرك او په ځائې ساتلې كېدې شي۔ دا خبره د نړيوال مالياتي فنډ ډپټي مېنجنګ ډائرېكټر انتونيت سائي د خالي په ورځ خپل يو آرټيكل كښې كړې ده۔ ده وئيلي دي غېر معمولي حالاتو كښې د غېر معمولي اقداماتو جاج اخستلې شي۔ د وائرس اثرات كمولو او تل پاتې اقتصادي نمو له پالېسي جوړونكو له به اقتصادي ادارې مضبوطول وي۔ ده ووئيل په دې حالاتو كښې حكومتونو له ضروري ده چې تجارت او كاروباري هڅې روانې ساتلو او د محصولاتو ذريعو محفوظ جوړول له ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل په دې حالاتو كښې د نړۍ تر ټولو غريب هېوادونو له د بهرنيو قرضونو ادا كول يو ګران پړاؤ دے۔ په دې لړ كښې آئی اېم اېف 27 هېوادونو ته قرضو كښې آساني وركړې ده او نړيوال بانك او د ګروپ 20 هېوادونو سره هم په ګډه دا ډول ګامونه پورته كولې شي