د قحطې ملخانو نه بچ كېدو لپاره به وفاقي ٬ صوبائي حكومتونو او ادارو له كوټلې هڅې كول وي

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي کرونا سره د قحطې ملخانو راتګ پاكستان لپاره لوي چيلنج دے٬ حكومت به د قحطې ملخانو مخ نيوي لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د جمعې په ورځ د نېشنل لوکسټ کنټرول سنټر (اېن اېل سي سي) دورې كولو او د وېډيو لنك د لارې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع وزيراعظم ته د قحطې ملخانو نه د فصل بچ كولوو لپاره په پورته كړو ګامونو بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع د فوډ سېكورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير سيد فخر امام، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز، وفاقي وزير خسرو بختيار، د خزانې صلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه، اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عاصم سليم باجوه، خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل محمد افضل او نور سينئر چارواكي هم موجود وو٬ د دې نه علاوه د پنجاب اعلٰې وزير عثمان بزدار٬ د سندھ اعلٰې وزير مراد علي شاه، د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير محمود خان او د بلوچستان چيف سېكتر د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو۔ په دې موقع وزيراعظم ته ووئيل شول لوکسټ کنټرول لپاره د نېشنل اېكشن پلان وړومبنے پړاٶ ترسره شوے ۔ د پاکستان آرمي انجينئر انچيف او د اېن اېل سي سي نېشنل کوآرډينيټر لېفټيننټ جنرل معظم اعجاز هېواد كښې د قحطې ملخانو څخه په ځپلو سيمو كښې د ملخانو مخ نيوي لپاره په پورته كړو ګامونو وزيراعظم ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم عمران خان ته په قامي ، صوبائي او ضلعي كچه د مانيټرنګ، سروے اېنډ کنټرول، د ادارو په كچه د کوآرډينيشن، د وسائلو مختص كولو ٬ د موبلائز كولو په اړه او د شعور بېدارولو كمپائن په اړه تفيصلي بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول د قحطې ملخانو د مختلفو هېوادونو څخه راتګ په سبب خوراك او كركيلي لپاره (اېف اے او) د ملګرو ملتونو ادارې په منطقه كښې د ځپلے شوو هېوادونو سره نزدې تماس نيولے دغسې چې د دې نه بچ كېدو لپاره د وړاندې نه اقدامات وكړے شي۔