د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د خیبرپښتونخوا وزیراعلیٰ خاص مرستيال کامران خان بنګش سره خبرې

اسلام آباد 10 جولائی (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر وئيلي دي هيواد كښې د جمهوریت ودې لپاره بلدیاتی ادارو قوي كولو ته اړټيا ده، بلدیاتی ادارې اولس له بنیادی آسانيو او سمدستي او آرزان انصاف وركولو كښې مهم کردار ترسره كولے شي، د هيواد د آبادۍ لويه برخه په كلي والو سيمو مشتمل ده او دې لپاره ضروري ده چې د كليو پرمختګ ته پام لرنه وكړې شي۔ د دې خیالاتو څركندونه ده د جمعې په ورځ اسلام آباد كښې د خیبرپښتونخوا وزیراعلیٰ خاص مرستيال کامران خان بنګش سره ملاقات كښې وكړه۔د ملاقات په مهال خیبرپختونخوا كښې د بلدیاتی ادارو بحالۍ ، د بلديات وزارت د اړخه جاري پرمختيائي پروژو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سپیکر اسد قیصر ووئيل اختیارت لاندې كچې ته منتقل كول د وزیراعظم پاکستان عمران خان وژن دے او د وزیراعظم وژن له مخې اولس له په درشل آسانۍ وركولو او اختیارت لاندې كچې ته منتقل کولو لپاره د بلدیاتی ادارو نظام لا ښه كولو له چمتو يو۔ ده په تير دور كښې د خیبرپښتونخوا بلدیاتی ادارو کارکردګی ستائلو سره ووئيل په تير دور كښې بلدیاتی ادارو د كلي والو سيمو پرمختګ كښې مهم كردار لرلے۔په دې مهال په خپلو خبرو كښې د وزیراعلیٰ خاص مرستيال کامران بنګش د اسپیکر مننه وكړه او به غیر جانبدارۍ د ایوان کارروائی چلولو په اړه ئې د هغه کردار وستائلو۔ ده ووئيل د خیبرپښتونخوا حکومت د بلدیاتی ادارو نظام لا موَثره كولو او د كلي والو سيمو پرمختګ ته خاص پام لرنه كوي۔ ده ووئيل موجودہ صوبائی بجټ كښې د كلي والو سيمو پرمختيائي پروژو لپاره زيات فنډز بيل كړے شوے۔ده ووئيل صوبه كښې بلدیاتی ټاكنو زر تر زره كولو ته صوبائی حکومت پام لرنه كوي۔ده ووئيل د وګړو د ځان او مال تحفظ ته حکومت پام لرنه كوي او پيښور ښار كښې په جرمونو قابو موندلو لپاره په حیات آباد سیف سټی پراجیکټ تندۍ سره كار روان دے