د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د اېف بي آر چيئرمېن جاوېد غني وليدل

APP42-14 ISLAMABAD: July 14 - Chairman FBR Muhammad Javed Ghani calls on Speaker National Assembly Asad Qaiser. APP

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د فېډرل بورډ آف ريونيو (اېف بي آر) چيئرمېن د نهې په ورځ ليدلي دي ۔ په دې موقع اسد قېصر ووئيل د هېواد پرمختګ لپاره د محصولاتو وصولي د اېف بي آر وړومبنۍ ذمه واري ده٬ د ټېكس وركوٶنكو اعتماد زياتولو لپاره ضروري ده چې اېف بي آر اولس دوسته پاليسۍ وضعه كړي او ټېكس وركوٶنكو لپاره دوستانه ماحول راپېدا كړي۔ده ووئېل د اېف بي آر تشخص په اولس كښې ښه كولو لپاره به د اېف بي آر لخوا اولس دوسته اقدامات كول وي۔ په دې موقع د اړوندو چارو سره سره د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه