د فرانس وزيراعظم اېډورډ فلپ د خپلې چوكۍ څخه استعفٰي وركړه

پېرس 03 جولائي (اے پي پي) د فرانس وزيراعظم اېډورډ فلپ د خپلې چوكۍ څخه استعفٰي وركړې ده . ده خپله استعفٰي په يو داسې وخت كښې وركړې كله چې د اولس مشر ايمانوئل لخوا د فرانس په كابينه كښې د بدلون كولو امكان ظاهر شوے. د فرانس اولس مشر محل لخوا د جمعې په ورځ جاري بيان له مخې وزيراعظم د جمعې په ورځ په وركړې استعفٰي كښې د چوكۍ پرېښودلو كوم سبب نه دے بيان كړے