د صدر ډاكټر عارف علوي د قطر سفير شېخ سعود بن عبدالرحمان الثاني سره ملاقات كښې خبرې

APP01-15 ISLAMABAD: July 15 - Ambassador of Qatar to Pakistan, Sheikh Saoud bin Abdulrehman bin Faisal Al-Thani, calls on President, Dr. Arif Alvi, at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان قطر سره خپلو اړيكو ته خاص اهميت وركوي، د پاكستان او قطر اړيكې په قوي سياسي او معاشي شركت بدلول غواړو. صدر دا خبرې په پاكستان كښې د قطر سفير شېخ سعود بن عبدالرحمان بن فېصل الثاني سره په خپلو خبرو كښې وكړې چا چې چې د شورو په ورځ ايوان صدر كښې صدر سره ملاقات كولو. صدر ډاكټر عارف علوي د قطر سفير ته په ذمه وارو سنبالولو مباركي وركړه او وې وئيل پاكستان قطر سره خپلو اړيكو ته خاص اهميت وركوي، د پاكستان او قطر اړيكې په قوي سياسي او معاشي شركت بدلول غواړو. صدر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د شريكې مرستې ډېر امكانات موجود دي. په پاكستان كښې د سرمايه كارې پراخه موقعې شته او بايد قطر د دې موقعو نه استفاده وكړي. صدر هغه د مقبوضه كشمير صورتحال څخه خبرولو كښې ووئيل قطر دې د مسلمانانو په ضد د هند د ظلم او بربريت نوټس واخلي، د كشمير صورتحال په نتيجه كښې سيمه ايز امن او سلامتيا سخت خطر سره مخ ده. صدر عارف علوي ووئيل او آئي سي او نړيواله ټولنه دې د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره په عملي اقداماتو كولو كښې خپل كردار ترسره كړي. صدر د افغانستان د سولې خبرو اترو په كوربتوب كښې د قطر د كردار ستائنه هم وكړه. صدر دا هيله څرګنده كړه چې ټولې ډلې به د دې لوظنامې پاسداري وكړي او په افغانستان كښې د امن خوب به تعبير ومومي. ده په افغانستان كښې سولې او ثبات لپاره د پاكستان د مرستې پخلے وكړو. د قطر سفير ووئيل زمونږ هېواد پاكستان سره دوه اړخيزه اړيكې پراخه كول او د ګوادر په بندر كښې سرمايه كاري كول غواړي. د قطر سفير د افغان كډوالو په كوربتوب كولو د پاكستان د دائمي كردار ستائنه هم وكړه