د صدر ډاكټر عارف علوي د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ په اړه غونډې ته وېنا

APP43-02 ISLAMABAD: July 02 - President Dr. Arif Alvi being briefed by the Vice-Chancellor, AIOU, Prof. Dr. Zia-ul-Qayyum at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د هېواد په معاشي او سماجي پرمختګ كښې معياري تعليم مهم كردار ترسره كوي. صدر دا خبرې د علامه اقبال اوپن پوهنتون په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې. د ايوان صدر مېډيا څانګې لخوا جاري خبرپاڼې له مخې په ايوان صدر كښې په شوې غونډه كښې صدر ډاكټر عارف علوي ته د پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر ضاﺀ القيوم بريفنګ وركړو. په دې موقع صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل علامه اقبال اوپن يونيورسټي دې خلقو لپاره د معياري تعليم ودې په لړ كښې اقدامات وكړي. ده ووئيل د هېواد په معاشي او سماجي پرمختګ كښې د معياري تعليم مهم كردار دے. ده ووئيل اوپن پوهنتون دې د فاصلاتي تعليم ودې لپاره انفارمېشن ټېكنالوجي په كار راولي. په دې موقع د بريفنګ په مهال د پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر ضيا القيوم ووئيل په پوهنتون كښې 14 لكه زده كوونكي زده كړې كوي. ده ووئيل د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ د جوړېدو نه تر اوسه د دې پوهنتون څخه 35 لكه زده كوونكو اسناد اغستې دي