د شیخ احمد بن سلطان القاسمی په مړينه شارجه كښې درېو ورځو غم اعلان

شارجه 10 جولائی (اے پی پی) د شارجه نائب مشر شیخ احمد بن سلطان القاسمی په مړينه شارجه كښې د درېو ورځو غم اعلان شوے۔ شیخ احمد بن سلطان القاسمی برتانیه كښې د زيارت په ورځ په حق رسيدلے۔ د شارجه حكومت د اړخه جاري بیان كښې وئيلي شوي د شارجه نائب مشر شیخ احمد بن سلطان القاسمی په مړينه تر درېو ورځو به قامی بيرغ ټيټ وي، په دې پريكړه به عمل درآمد د شیخ احمد القاسمی مړے شارجه ته په رارسيدو او خارو ته د سپارلو سره پيل كيږي۔ د شارجه حكومت پام راګرځولے چې تر درېو ورځو به د غم په مهال د ټیلیفون د لارې غمرازي كېدې شي۔ دا خبره دې ياده وي د شارجه نائب مشر شیخ احمد بن سلطان القاسمی د شارجه پخواني مشر سلطان الثانی بن صقر القاسمی زوے ؤ او د شیخ صقر بن سلطان القاسمی ورور ؤ