د سوئيلي امريكې د بوليويا هېواد په بېلا بېلو سيمو كښې 400 مړي ترلاسه شوي ٬ 85 فيصده په كښې د كرونا وائرس ځپلي دي

لاپاز 22 جولائي (اے پي پي) د سوئيلي امريكې د بوليويا هېواد په پايه تخت او بېلو ښارونو كښې د كورونو او كوڅو نه د 400 نه زيات مړي تر لاسه شوي چې پكښې 85 فيصده مړي د كرونا وائرس ځپلے كېدو امكان دے۔ د قامي خبر رسنې ادارې له مخئ د پوليس ډائرېكټر کرونيل ايوان روجاس ووئيل چ د 15 نه تر 20 جولائي په كوكابمبه مېټروپولېټن سيمو كښې 191٬ پايه تخت لاپاز كښې 141 او سانټا کروز څخه 68 مړي تر لاسه شوي۔ د يادونې وړ ده د بوليويا سانټا كروز مېټرو پولېټن سيمه د كرونا وائرس څخه زياته ځپلې شوې۔ ايوان روجاس ووئيل 85 فيصده مړي د كرونا وائرس ځپلي دي او ځينو كښې علامات څرګند شوي كوم چې د شكمندو كېسونو په رېكارډ كښې اچول شوي۔۔