د جاپان وزيراعظم باران ځپليو سيمو لپاره د 3 اربه 70 كروړه ډالرو اعلان وكړو

ټوكيو 14 جولائي (اے پي پي) د جاپان وزيراعظم شينزوابے وئيلي دي د باران ځپليو سوئيلي لوېديزو او نورو سيمو لپاره به حكومت د 3 اربه 70 كروړه ډالرو د سرمايې پلان جوړوي. د جاپان وزيراعظم د دې خبرې اعلان د كماموتو ولايت د سخت باران ځپلي هيتويوشي ښار دورې كولو په مهال وكړو. مېډيا سره په خبرو كښې د جاپان وزيراعظم ووئيل ما د زيان مشاهده كړې او حكومت به د ځپليو هر ډول ممكنه مرسته كوي. ده په دې موقع باران ځپليو سيمو لپاره د 3 اربه 70 كروړه ډالرو بېلولو اعلان هم وكړو