د تورغر په برندو خوړ كښې دوه خوئېندې ډوبې شوې

تور غر 09 جولائي (اے پي پي) د تورغر په برندو خوړ كښې دوه خوئېندې ډوبې شوي دي ، د دواړو خوئېندو مړي د اوبو نه راويستلے شوي. د خبر له مخې د تور غر د مداخېل كهړاك سيمې دوه خوئېندې 4 كلنه شكيله او 6 كلنه كائنات خپلې مور سره اوبه راوړلو لپاره برندو خوړ ته تللې وې. مور ئې د اوبو لوخي ډكول چې دواړه خوئېندې ژورو اوبو ته ورغلې او اوبو ځان سره لاهو كړې . د ماشومانو مور د نورو مېرمنو په مرسته ماشومانې د اوبو نه راويستلې خو هغوي وخت په حق رسېدلې وې.