د اېن ډي اېم اے چيئرمېن په بي اېم سي كوئټه كښې د كرونا وائرس لپاره د جوړ كړے شوو آئسولېشن وارډز او آئي سي يو دوره وكړه

APP25-14 QUETTA: July 14 – National Disaster Management Authority’s Chairman (Retired) Lieutenant General Muhammad Afzal inspecting safety measures against Corona Virus at Bolan Medical Complex Hospital (BMC) Quetta where the SM of BMC also briefed the Chairman regarding facilities of the pandemic virus. APP photo by Mohsin Naseer

کوئټه 14 جولائي ( اے پي پي )د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټۍ ( اېن ډي اېم اے) چيئرمېن لېفټېننټ جنرل محمد افضل په بولان ميډيكل كمپلېكس (بي اېم سي) كوئټه كښې د كرونا وائرس لپاره د جوړ كړے شوو آئسولېشن وارډز او د آئي سي يو دوره كړې ده ۔ په دې موقع د بي اېم سي ميډيكل افسر ډاکټر سليم ابړو چيئرمېن ليفټيننټ جنرل محمد افضل ته د کرونا وائرس د آئسوليشن وارډز،آئي سي يو او د کرونا وائرس ټېسټ لپاره د بېلې كړي لېب په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د اېن ډي اېم اے چيئرمېن د كرونا وائرس څخه بچ كېدو لپاره په كوټلو ګامونو پورته كولو د بلوچستان حكومت د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ ده په بي اېم سي كوئټه كښې د كرونا وائرس په ضد د جنګېدونكو د فرنټ لائن ډاكټرانو ٬ طبي عملې او د اړوند سټاف د كاركردګۍ هم ستائنه وكړه