د اوږدې مودې نه پس مېدان ته راوتل اسان كار نه وي، د لوبغاړو حوصلې لوړې دي. د كركټ د قومي لوبډلې كپتان اظهر علي

لاهور 08 جولائي (اے پي پي) د درې ټېسټ او د درې ټي ټونټي مېچونو په سېريز كښۍ ګډون كولو لپاره د جون په 28مه نېټه انګلستان ته تللې د كركټ قومي سكواډ نن سبا په وورسټر شائر كښې د قرنطينه موده ترسره كوي. ورسره ورسره د اظهر علي په مشرې كښې د كركټ قومي لوبغاړي نېټ پرېكټس سره سره انټرا سكواډ پرېكټس مېچونه هم كوي. د وورسټر شائر په لوبغالي كښې د قومي لوبغاړو په چارو تبصره كولو سره د كركټ د قومي لوبډلې كپتان اظهر علي وئيلي دي چې ټول لوبغاړي خپلې ذمه وارې پېژني او هم دا وجه ده چې درې مياشتې په كورونو كښې پاتې كېدو سره هم د دوي د فټنس معيار د ستائنې وړ دے. د كركټ د قومي لوبډلې كپتان ووئيل چې كه هر څو د اوږدې مودې نه پس مېدان ته راوتل اسان كار نه وي خو د لوبغاړو حوصلې لوړې دي