د انصاف نړيوال عدالت او د بشري حقونو كونسل په قراردادونو عمل درامد سره دې د روهنګیا مسلمانانو سره انصاف وكړے شي، او ائې سي

قاهره 10 جولائی (اے پی پی) د اسلامی مرستې تنظیم ’او آئی سی‘ عمومي سيكتر ډاكټر یوسف العثیمین د میانمار حكومت څخه غوښتنه كړې چې د روهنګیا په اقلیت ظلمونه بند كړي، د انصاف نړيوال عدالت او بشري حقونو كونسل په قراردادونو عمل درامد كولو سره دې د روهنګیا مسلمانانو سره انصاف وكړے شي۔ د سعودی خبررسنې ادارې اېس پی اے له مخې ډاكټر العثیمین په نړيوالې ورورولۍ يو ځل بيا زور راوړلو سره غږ كړے چې روهنګیا اقلیت له انصاف وركولو لپاره دې د قانونی مشن سرپرستی وكړي، د روهنګیا حقونو او امن او سلامتیا باوري كولو لپاره دې هلې ځلې تندي كړې شي او په روهنګیا مسلمانانو روان تشدد دې په سمدستي توګه بند كړے شي ،ډاكټر العثیمین د روهنګیا اقلیت سره د بشري حقونو په خلاف ورزیو د سعودی كابینې د اړخه د غندنې بیان هركلے كړے