د امريکې سېنېټ ته به د كرونا وائرس مخ نيوي اقداماتو په اړه پنځم بل وړاندې كولے شي

واشنګټن ۔ 14 جولائي (اے پي پي) امريکائي سېنېټ ته به د كرونا وائرس مخنيوي اقداماتو په اړه پنځم بل په راتلونكې اوونۍ كښې وړاندې كولے شي۔ د ځائي ميډيا راپور له مخې په سېنېټ كښئ اكثريت لرونكي لارښود مچ مېك كونل تېره ورځ په كنټكي ايالت كښې په خپله استوګنه راډيو سره مركه كښې ووئيل د كرونا وائرس څخه بچ كېدو لپاره به د مرستې په نوي او پنځم بل د سېنېټ راتلونكې اوونۍ غونډه كښې بحث پېل كېږي كوم چې په ممكنه توګه د كرونا وائرس ځپليو كسانو مرستې لپاره د تېرو څلورو واړو بلونو نه زيات پراخه دے۔