د افغانستان فرياب ولايت كښې په جومات د وسله والو ډزې ، 4 كسان مړه ، 3 ژوبل

کابل ۔ 14 جولائی (اے پی پی) د افغانستان قطبي ولايت فریاب كښې د وسله والو عسكريت خوښو د ډزو په نتيجه كښې 4 مونځ ګزار مړه او 3 ژوبل شوي دي ۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د ولايت پوليس وياند عبد الكريم يورش ووئيل د فرياب ولايت سرښار مېمانه كښې موټر كښې ناستو وسله والو په جومات ډزې كړي۔ د ډزو په نتيجه كښې 4 مونځ ګزار مړه او 3 نور ژوبل شوي ۔ تر دې دمه كومې ډلې د دې بريد ذمه واري نه ده قبوله كړې