د اعلی سیاسی شخصیاتو د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی سره ټیلی فوني تماس

اسلام آباد 08 جولائی (اے پی پی) اعلی سیاسی شخصیاتو خارجه وزیر مخدوم شاه محمود قریشی سره ټیلی فوني تماس نيولو سره د هغه تپوس پوښتنه كړې ده، هغوي د خارجه وزير زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې۔ شاه محمود قریشی سره ټیلی فوني تماس نيولو شخصیاتو كښې سپیكر اسد قیصر، د سينيټ چیئرمین صادق سنجرانی، دوهم چیئرمین سلیم مانډوی والا، وفاقی وزیرانو اسد عمر، بیرسټر فروغ نسیم، پرویز خټك، غلام سرور خان، شفقت محمود، فواد حسین چودھری، عمرایوب خان، د كشمير كميټۍ چیئرمین شهریار آفریدی، د موسمي بدلون صلاحكار ملك امین اسلم، د وزیر اعظم صلاحكار ډاكټر عشرت حسین، پخواني ګورنر ډاكټر عشرت العباد، حماد اظهر ، د سټيټ بانك ګورنر رضا باقر، اېم این اے جے پركاش، ایم این اے منزه حسن، د وزیراعظم صلاحكار ډاكټر شهزاد اكبر، سناتور ثناء جمالی، د سينيټ پخواني دوهم چیئرمین جام جمالی، پخواني خارجه سيكتر ایمبیسډر ریاض كھوكھر او پخواني صلاحار طارق فاطمی شامل دي كومو چې د نهې په ورځ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی سره تيلي فوني تماس نيولې او د هغه تپوس پوښتنه ئې كړې۔ د خارجه وزارت وياندې عائشه فاروقی وئيلي دي چې دغه ټولو شخصیاتو د خارجه وزير زر روغتيا لپاره دعاګانې وكړې او هغه لپاره ئې د نيكو هيلو څركندونه وكړه۔ خارجه وزير د تپوس پوښتنه كونكو ټولو شخصیاتو مننه وكړه۔ دا خبره دې ياده وي چې خارجه وزير كورونا كووډ 19 ټیسټ مثبت راغلې او هغه په قرنطینه كښې دے