د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر سيد شبلي فراز، د وفاقي وزير سيد علي زېدي او د وزيراعظم خاص مرستيال شهزاد اكبر شريك خبري كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر سيد شبلي فراز وئيلي دي د پي آئي اے غوندې قامي ادارې په ماضي كښې تباه كړې شوي، په دې وخت كښې د پي آئي اے پشمول سېرين ايئر لائن او د نورو نجي ايئر لائنز پائيلوټان د سكروټني د عمل نه تېر شوي او مصدقه اسناد لري، اولس دې باور ولري، الوتكې چلونكي ټول پائيلوټان د پلټنو نه پس كليئر شوي، د پي آئي اے پشمول به د ټولو ادارو عزت بحالوو، چې كومې ادارې ته ګورو هلته ستونزې دي ۔ د بحري چارو وفاقي وزير سيد علي زېدي وئيلي دي د حكومت وړومبې ترجيح د مسافرو تحفظ دے، د سول اېوي اېشن د لائسنسنګ اتهارټۍ پنځه سركرده كسان معطل كړے شوي ، د ضابطې په خلاف بهرتې كولو به د اړوندو كسانو كره احتساب كولے شي، په تېرو لسو كلونو كښې دواړو حكومتونو د هېواد تشخص ته زيان رسولے، پيپلز پارټۍ ته به د اولس نه د تښولې شوې ډوډې ، جامې او د كور ځواب وركول وي ۔ احتساب لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال شهزاد اكبر وئيلي دي د جسټس قاضي فائز عيسٰي په اړه د سترې محكمې پرېكړه تسليموو، شاهد خاقان عباسي د 20 اربه روپې سبسډي وركولو د معاملې لا تر اوسه ځواب نه دے وركړے، مونږ هڅه كوو چې د چينو بېعه د اولس په وس كښې وي. دوي دا خبرې د زيارت په ورځ يو شريك خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل پي آئي اے د كال 1960م ، 1970م او د كال 1980م په لسيزه كښې نه يوازې د ټولې نړۍ د هوابازې د صنعت يوه وقار لرونكې اداره وه بلكې د پي آئي اے پائيلوټانو د مالېزيا، انډونېزيا او د امارات ايئرلائنز په جوړولو كښې خپل قائدانه كردار ترسره كړے. ده ووئيل پي آئي اے د تېرو څو كلونو نه د زوال پلو روانه ده.د دې د لاسه وركړے عظمت بحالولو لپاره پاكستان تحريك انصاف هر ډول هڅې كوي. ده ووئيل اولس دې باور ولري چې په دې وخت كښې د پي آئي اے پشمول د سېرين ايئر لائن او نورو نجي ايئر لائنز پائيلوټان د سكروټني د عمل نه تېر شوي او مصدقه اسناد لري. د يوې پوښتنې په ځواب كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت او وزيراعظم عمران خان په ادارو كښې د اصلاحاتو كولو مېنډېټ لري او د اصلاحاتو عمل به روان وي. ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان كوم زوي، ورور، زوم يا كوم بل خپل په حكومت كښې نشته، د اصلاحات عمل به د كوم فرق نه غېر روان وي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل مونږ پرېكړه كړې وه چې د پي ټي وي په اړه به قائمه كمېټې ته راپور وړاندې كوو، په دې لړ كښې يو راپور پي ټي وي په خپله جوړ كړے او يو راپور وزارت جوړ كړے. ده ووئيل د قائمه كمېټې غونډې ته چې كوم غړي راغلي وو، هغوي سره هم خبره شوې، ډېر زر به يو جامع راپور وړاندے كړے شي