د اسرائيلي پوځ په ډزو د فلسطين يو ځوان شهيد شو

غرب اردن 10 جولائي (اے پي پي) د اسرائيلي پوځ په ډزو په غرب اردن سيمه كښې يو فلسطينے ځوان شهيد شوے. د اېران ټي وي راپور له مخې اسرائيلي پوځ د غرب اردن په شمالي كفل حارس سيمه كښې په فلسطينو ځواكونو ډزې وكړې جې په نتيجه كښې ئې يو فلسطينے ځوان شهيد شو. د يادونې وړ ده د اسرائيل لخوا د فلسطين سيمې په اسرائيل كښې د ضم كولو نه پس په غرب اردن كښې حالات كړكېچن شوي دي