د احتساب په لوظ كولو حكومت له راغلې يو، د نظام كمزورۍ لرې كوو ، د موسمي بدلون وزير مملكت زرتاج ګل

اسلام آباد 30 جولائی (اے پی پی) د موسمي بدلون وزير مملكت زرتاج ګل وئيلي دي اپوزیشن چې څه هم وكړي هغوي ته به این آر او نه ترلاسه كيږي،مونږ د احتساب په لوظ كولو حكومت له راغلې يو ٬ چا له څه رعایت نشو وركولے ، نظام كښې چې كومې هم كمزورۍ شته د هغې لرې كولو لپاره كار كوو ۔ په ټویټر جاری بیان كښې زرتاج ګل ووئيل اپوزیشن چې څه هم وكړي ، اسمبلۍ څخه واك آؤټ يا ډنډورې وكړي ، هغوي ته به این آر او نه ترلاسه كيږي، مونږ د احتساب په لوظ كولو حكومت له راغلې يو چا له هم څه رعایت نه شو وركولے