خاص مرستيال كامران بنګش ته د اطلاعاتو او تعلقات عامه اضافي چارج وسپارلے شو كامران بنګش پېښور پوهنتون څخه كمپيوټر سائنس كښې ګرېجوېټ دے ۔ پي كے 77 پېښور څخه ټاكلے شوے نمائنده دے۔ كامران بنګش سائنس او انفارمېشن ټېكنالوجي لپاره د اعلی وزير خصوصي مرستيال او تر كال 10ـ2007 د پي ټي آئي سوشل ميډيا انچارج هم پاتے شوے دے

پېښور ۔11جولائی (اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان اجمل وزير څخه د اطلاعاتو صلاحكار قلمدان بېرته اخستلو سره د بلديا خپل خاص مرستيال كامران بنګش ته سپارلے دے۔ په دې بابله د خالي په ورځ د جاري كړې شوې اعلاميې له مخې د خېبر پختونخوا اعلی وزير اجمل خان وزير څخه په سمدستي توګه د اطلاعاتو صلاحكار قلمدان بېرته واخستلو۔ اعلاميه كښې دا هم وئيلې شوي دي چې اعلی وزير بلدياتي حكومت ٬ ټاكنو او كلي وال پرمختګ لپاره خپل خاص مرستيال كامران بنګش ته د اطلاعاتو صلاحكار اضافي چارج سپارلے دے د كوم اطلاق به چې په سمدستي توګه كېږي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې كامران بنګش پېښور پوهنتون څخه كمپيوټر سائنس كښې ګرېجوېټ دے ۔ پي كے 77 پېښور څخه ټاكلے شوے نمائنده دے۔ كامران بنګش سائنس او انفارمېشن ټېكنالوجي لپاره د اعلی وزير خصوصي مرستيال پاتے شوے دے۔ تر كال 10ـ2007 د پي ټي آئي سوشل ميډيا انچارج هم پاتے شو۔ كامران بنګش كال 2009ﺀ كښې خېبر پختونخوا كښې ترهګرۍ ځپليو لپاره د مرستې هلو ځلو او د پي ټي آئي مشر عمران خان لخوا سېلاب ځپليو لپاره پېل كړې شوې د خېر ښېګړې كارونو كښې هم برخه اخستې ده۔