خارجه وزیر مخدوم شاه محمود قریشی د ګولړه شریف سجاده نشین پیر سیّد شاه عبدالحق ګیلانی په مړينه غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد 30 جولائی (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی د نامتو روحانی پیشوا او د درګاه عالیه ګولړه شریف سجاده نشین پیر سیّد شاه عبدالحق ګیلانی په مړينه د افسوس څركندونه كړې ده ۔ د زيارت په ورځ د غمرازۍ په خپل بیان كښې خارجه وزیر ووئيل د سیّد شاه عبدالحق ګیلانی روحانی او دینی خذمات د نه هيرولو دي۔ خارجه وزير د ارواښاد لوړو درجو لپاره خاص دعا وكړه۔ ده د پیر سیّد عبدالحق ګیلانی په مړينه د هغه د كورنۍ سره د يووالي څركندونه كولو سره غمرازي ښكار كړې