جنرل (ر) عاصم سليم باجوه سره د چين د ګيزهوبا كمپنۍ سي اي او وليدل

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال جنرل (ر) عاصم سليم باجوه سره د ګيزهوبا كمپنۍ سي اي او ليدلي دي ۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د ملاقات مقصد د كوهاله پاور او آزاد پتن منصوبو عملي كولو لپاره په مرسته كولو د سي پېك اتهارټۍ مننه كول وو۔ په دې منصوبو به 4 اربه ډالره سرمايه كاري كېږي او دې څخه به 1800 مېګاٶاټ ارزانه برېښنا پېدا كېدو سره سره اته زره د ملازمت موقعې هم راپېدا شي۔