تېره يوه اونۍ كښې طالبانو 23 وګړي وژلي دي۔ د قومي سلامتيا كونسل

کابل ۔ 12 جولائی (اے پی پی) د قامي سلامتيا كونسل لخوا وئيلي شوي دي چې افغانستان كښې د تېرې يوې اونۍ په مهال د طالبانو لخوا شويو بريدونو كښې 23 كسان وژلي شوي دي او دا جرمونه د قبلولو نه دي۔ د قومي سلامتيا كونسل لخوا جاري شوې اعلاميه كښې وئيلې شوي دي طالبانو عسکریت خوښو تېره اونۍ 16 بېلو سيمو كښې د تشدد كارروائۍ وكړې كومو كښې چې 23 عام وګړي ووژلې شوي او 45 ژوبل شوي دي۔ د طالبانو دا جرمونه د نه قبلولو وړ ګرځولې شوې دي۔ بلخوا طالبانو په دې اړه كوم بيان جاري كړې نه دې