ترکيه كښې د آتش بازي په كارخانه كښې چاٶدنه٬ د چاٶدنې له امله د مرګ ژوبلې اندېښنه

استنبول 03 جون (اے پي پي) د ترکيه په شمالي لويديز ساكريا ولايت كښې د آتش بازۍ سامان جوړونكې كارخانه كښې د چاٶدنې نه پس اور لګېدو له امله په لويه شمېره د مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې شوې ۔ د برتانيې ټي وي راپور له مخې د چاٶدنې نه پس ځائي ريسكيو ډلې د مرستې په كاروائو كښې بوختې دي۔ د يادونې وړ ده په كارخانه كښې د 150 نه تر 200 كسان موجود وو چې په سوب ئې دا اندېښنه ښودلې كېږي چې په پېښه كښې زياته مرګ ژوبله كېدې شي۔