تركيه، د داعش په ضد عملياتو كښې 8 غیر ملكیان ونيول

استنبول 24 جولائی (اے پی پی) د تركیې پولیس د ترهه ګرۍ مخ نيوي محكمې د داعش لپاره كار كوونكې 8 غیر ملكیان نيولې دي۔ د تركيې ميډيا له مخې استنبول كښې د ترهه ګر تنظیم داعش په ضد په 10 بيلو ځايونو په يو وخت عمليات شوي چې پكښې 8 غیر ملكیان نيولے شوي او د چھاپو وهلو په مهال د تنظیم مهم كاغذات او ډیجیټل سامان هم ار لاسه كړے شوے ۔ پولیس له مخې د نيولے شوو كسانو څخه د تفتیش عمل شروع كړے شوے