بنګله دېش كښې د كرونا 2,666 نوو كېسونو سره مجموعي شمېره 183,000 ته ورسېده

ډھاکه 13 جولائی (اے پی پی) بنګله دېش كښې د كرونا 2,666 نوو كېسونو رمخې ته كېدو نه پس د وباء ځپليو مجموعي شمېره د 183,000 نه زياته شوې ۔ د بنګله دېش د روغتيا وزيرې ميډيا سره خبرو كښې ووئيل ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال 2,666 نوي كېسونه رامخې ته شوي او د 47 كسانو د مرګ خبر ترلاسه شوے ۔ هغې ووئيل هېواد كښې د روغو شوو وګړو مجموعي شمېره 93,614 ده۔ د روغتيا وزيرې له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس كېسونو په مقابله كښې د مرګونو شرح 1.28 فیصد او د موجوده رېكوري شرح 50.93 فیصد ده